د عامې روغتیا وزیر د سید کرم ولسوالۍ جامع روغتیایي مرکز څخه لیدنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سید کرم ولسوالۍ جامع روغتیايي مرکز له خدمتونو لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتیايي مرکز د روغتیايي څانګو له خدماتو څخه د لیدنې سربېره په دې روغتیايي مرکز کې د نوي جوړېدونکي تعمیر له نیمه پاتې تعمیراتي چارو هم لیدنه وکړه.
ښاغلي وزیر د یادې لیدنې په ترڅ کې وویل، هڅه کوو د روغتیا په برخه کې لرې پرتو سیمو ته لا زیاته پاملرنه وکړو او په دې برخه کې شته ستونزې حل کړو.