د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست له لوري د مرکز کابل په تخصصي روغتونونو کې د تخصصي برنامې د پیل په اړه!

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۲۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست په پام کې لري، چې د افغانستان د خلکو روغتیايي اړتیاوو او ستونزو د حل په موخه په تخصصي روغتونونو کې هغه تخصصي څانګې چې تر اوسه شتون نه لري رامنځته کړي.

 په همدې موخه د پلمونولوژي، انکالوژي، کارډیولوژي، ګستروانټرولوژي، زړه جراحي، نفرولوژي، همیټولوژي او جدي پاملرنې څانګو له لوري د اکمال تخصص برنامې د استادانو، معالجوي طب عمومي ریاست او د بشري سرچینو عمومي ریاست د استازو په شتون کې یوه ناسته ترسره او پرېکړه وشوه، چې په روغتونونو کې د ټولو نویو تخصصي څانګو د جوړېدو په موخه دې تشکیل، ځانګړی نصاب، تجهیزات او مناسب ځای په اړه طرحې چمتو او د اکمال تخصص ریاست سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې د تخصصي برنامو د بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS