د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د محمد علي جناح روغتون د ډیزل تېلو اړتیا وړ  تړون چې د پېژندني شمېره یې (MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G07) ده. د (افغانستان دولتي نفت او گاز شرکت)  ته ورکړي، یاد شرکت (۷۹۹۵۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیر خانې کوتل سرک، ۱۷ ناحیه، مرکز کابل، افغانستان) کې دی، چې د تړون بیه یې (۲،۶۸۰،۰۰۰) دوه میلیونه شپږ سوه اتیا زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د تدارکاتو خبرتیا!

د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت ټولو هغو شرکتونو او انفرادي کسانو ته چې په شرایطو برابر وي، بلنه ورکوي چې له مشخصاتو سره سم د DR اکسری ماشین د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او شرطپاڼه د  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د شیخ زاید نیور ساینس ملي او تخصصي روغتون اړوند د یو پایه DR  ماشین تدارک او چمتو کول پروژه چې د (MOPH/1404/NCB/G . . .

Back to tenders