د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې مسؤلینو سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۴۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (IFRC) له مشر، ښاغلي اینوک (Enoch) او د سرې میاشتې بنسټ د روغتیا برخې له مسؤلینو سره وکتل

په دې لیدنه کې دواړو لورو ترمنځ د روغتیایي خدمتونو د پراخېدو، په سمه توګه د روغتیايي پروګرامونو د پلي کولو، په روغتیايي برخه کې سپینو سیمو ته د رسېدنې او په چارو کې د غوره همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۹
Background image

سمنګان ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ

دغه روغتیايي مرکز چې د «رباطک» په سیمه کې موقعیت لري، د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې یې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۶
Background image

روغتیایي پیغام!

ګرانو هېوادوالو!

د بخاریو لوګی، بې‌ کیفیته سون توکي، جنراتورونه، زاړه موټرونه او نا تصفیه شوي سکاره هوا ککړوي. راځئ! چې له بې‌ضرره او معیاري سون توکو څخه کار واخلو؛ ترڅو سالم او روغ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS