د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
moph

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه د سولري سیستمونو د نصب او ترمیم په برخه کې له زده‌ کړو فارغ شول.

د یادونې وړ ده، چې هر فارغ ته د فراغت رسمي سند سربېره د خپل مسلک اړوند کاري کیټونه هم ورکړل شول؛ څو وکولای شي په راتلونکي کې له خپلو مهارتونو څخه په روزمره ژوند کې ګټه واخلي.

هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې هم  ۱۷۸ تنه له حرفوي زده‌ کړو څخه فارغ شوي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS