د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیکا ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۲۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي د تطبیق کوونکو موسسو استازو ته سپارښتنه وکړه چې ټول روغتیايي خدمتونه به د عامې روغتیا وزارت سره د شوې تفاهمنامې په اساس ترسره کوي او همدارنګه یې روغتیايي مرکزونو ته درمل او ژمني توکو په رسولو، روغتیایي کارکوونکو ته په وخت د معاشونو اجرا او خدماتو کې د خنډو ځنډ په نه رامنځته کیدو ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د تطبیق کوونکو موسسو استازو د یو شمېر وړاندیزونو شریکولو تر څنګ د غوره روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

ننګرهار کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت چې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري د جلال اباد ښار اړوند له یو شمېر درملتونونو څخه ترسره شو، پایله کې یې "۶۰۰" کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۲۹
Background image

ننګرهار روغتیایي علومو انسټېټیوټ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د علمي کنفرانسونو او غونډو لپاره یو لوی حال پرانیستل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی او د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس او مل ټیم یې تورخم کې له روغتیایي خدماتو څخه نظارت وکړ

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي اسانتیاؤ برابرولو په موخه د عمري کمپ له روغتیایي مرکزونو او امبولانس خدمتونو څخه. . .

BACK TO NEWS