د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پکتیکا ولایتي روغتون له خدماتو څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۱۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال له ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د پکتیکا ولایتي روغتون له خدماتو څخه د لیدنې ترڅنګ په دغه روغتون کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او هغوۍ ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړه.

نوموړي دغه راز د یاد روغتون له روغتیايي کارکوونکو سره د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه، چې د روغتیايي کارکوونکو ورسره د روغتیا په برخه کې د یو شمېر ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون د پرسونل غوښتنې واورېدې او په دې برخه کې یې د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۴۱
Background image

د نیمروز محرومو سیمو کې د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د پراختیا هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نیمروز ولایت په محرومو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي او کیفیت لرونکو، هر اړخیزو تغذیوي خدمتونو ته د لاسرسي ښه ‌والي په موخه له Medecins du Monde France-MdM-F. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

ياده غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو، یونیسف نړيوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS