۵۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د وقایې کنټرول او د ساري ناروغانو درملنې مدیریت برخو کې څلور ورځنی ورکشاپ ترسر شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۳۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي ریاست له لوري هرات ولایت کې ۵۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د وقایې کنټرول او د غیر ساري ناروغانو درملنې مدیریت برخو کې څلور ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.

دغه ورکشاپ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړ شوی و په کې د نیمروز، بادغیس، فراه او غور ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ګډون درلود.

د هرات عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر غلام محمد حنفي د یاد ټرینینګ له ټرینرانو مننه وکړه او دغه راز یې غیر ساري ناروغۍ د روغتیا په برخه کې یو لویه ننګونه یاده کړه چې باید د مخنیوي په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره شي.

د دغه پروګرام په دوام کې غیر د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ مسئول ډاکټر محمد سمیع کریمي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې لاسونه سره یو او د غیر ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.او هم خپلې زده کړې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۹
Background image

له پاکستان هېواد څخه د درملو وارداتو د منع کولو طرحې اغېزمن تطبیق او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تر چتر لاندې، د درملیزو خدماتو، درملیزو تاسیساتو ته د جواز ورکولو او د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاستونو مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS