د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!
موضوع: د ۱۴۰۴ لمریز کال Comprehensive ازموینې په اړه:
ټاکل شوې د ۱۴۰۳ لمریز کال اکمال تخصص برنامې څخه فارغو شویو کسانو Comprehensive ازموینه د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې واخیستل شي.
د ازموینې شرایط
۱- په اړوند روغتون کې د تخصصي برنامې بشپړېدل.
۲ـ د اکمال تخصص ریاست د علمي کمېټې له لوري د مونوګراف تائیدي.
په همدې اساس ډاکټران کولای شي د دې خبرتیا له نشر سره ازموینې ته د چمتو والي په موخه د ازموینې ریفرینس (حواله) د وزارت له رسمي سایټ څخه وګوري.
د ریفرنس لینک : https://moph.gov.af/dr/media/922
د اړتیا پر مهال له دې (۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷) واټسپ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
د اکمال تخصص لوی ریاست
نېټه: ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې ۱۵ مه