د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ټرینر متخصص بستونو لپاره د ټرینري ازموینې محترمو نوماندانو د پاملرنې وړ، ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د ټرینرۍ دوهم پړاو ازموینه د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. له همدې امله، په شرایطو برابر متخصصین چې په یاده ازموینه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د حضوري نوم لیکنې له لارې د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت ته، چې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون په انګړ کې موقعیت لري، د اعلان شویو څانګو له مخې (چې له دې خبرتیا سره ضمیمه دي) نوم‌ لیکنه وکړي.

د ګډون شرایط:

* نوماندان باید د اړوند تخصص له څانګې فارغ وي

* د نوماند عمر باید له ۵۰ کلونو څخه زیات نه وي

* د مونوګراف د دفاع یا جامع ازموینې (Comprehensive) نمرې باید له ۷۵٪ څخه کمې نه وي

* د ټریننګ د دورې ازموینې، جامع ازموینه (Comprehensive) او د مونوګراف دفاع باید په لومړي چانس کې ترسره شوې وي

* د جراحي څانګو نوماندان باید په ساري ناروغیو (HCV، HIV او HBS) اخته نه وي

اړین اسناد:

* د تخصص سند کاپي

* د پوهنتون د فراغت سند کاپي

* د تخصص دورې د فایل کاپي

* د تابعیت تذکرې کاپي

* د (HCV، HIV، HBS) معایناتو پایلې له معتبر لابراتوار یا رسمي مرجع څخه

د نوم لیکنې ځای او وخت:

د نوم لیکنې پیل: ۱۴۰۴/۱۰/۲۰

د نوم لیکنې پای: ۱۴۰۴/۱۱/۱۱

ځای: د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت، د وزیر محمد اکبر خان روغتون انګړ، د هموډیالیز ودانۍ دوهم پوړ

یادونه: د اړتیا په صورت کې د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دې (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسئ یا پیغام پرېږدئ.

د اکمال تخصص لوی ریاست

۱۸ / جدي / ۱۴۰۴ هـ ش

۱۸ / رجب / ۱۴۴۷ هـ ق

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) برخې لپاره یو شمېر مسلکي بستونه د NTA معاشاتو د نورم مطابق اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي خپله (CV)  د ۱۴ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

Back to announcements