د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

ټول په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ازموینې لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال جدي میاشتې ۱۶ مې نېټې پورې د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړي.

 نوملیکنې برخه کې د پام وړ ټکي:

ټول هغه ډاکټران چې ایګزیټ ازموینه یې په بریالۍ توګه ترسره کړي وي، کولای شي په انلاین توګه نوملیکنه وکړي.

هغه داکټران چې د ایګزیټ ازموینې څخه مخکې فارغ شوي دي، د خپلو تحصیلي اسنادو او برېښنایي تذکرې سره دې د ازموینې ملي ادارې ته مراجعه وکړي.

د ملکي برخې ډاکټران د نظامي برخې بستونو ته او د نظامي برخې ډاکټران د ملکي برخې بستونو ته نوملیکنه نه شي کولای.

د ملکي برخې بستونو رشتې کوډ په لاندې لینک کې شتون لري.

د نظامي برخې ډاکتران کولای شي د نظامې رشتې د بستونو کوډ خپلو اړوندو روغتونونو څخه ترلاسه کړي.

ازموینه په انګلیسي ژبه اخیستل کېږي، چې ریفرینس یې وړاندې د عامې روغتیا وزارت له لوري نشر شوی دی.

هر داکټر کولای شي یو ځل نوملیکنه وکړي.

هر ډاکټر کولای شي درې رشتې (څانګې) انتخاب کړي.

په روغتونونو کې د بستونو د انتخاب حق یواځې هغو ډاکټرانو ته ورکول کېږي، چې د لوړو نمرو پر اساس خپلې انتخاب شوې رشتې ته بریالی شوی وي. (د پایلو د اعلان څخه وروسته)     

په ازموینه کې د ګډون حق ۵۰۰ افغانۍ دی، چې د بایومټریک په ورځ اخیستل کېږي.

د نوم لیکنې لینک : https://sites.google.com/view/nexa-results/mophspec1403

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي

د روغتیايي خدمتونو پراختیا د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي چې د هېواد په ټولو سیمو کې، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې خلکو ته د معیاري درملنې زمینه برابره شي.

د عامې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۴۱
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

Back to announcements