د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د استقلال روغتون په پام کې لري؛ څو د یاد روغتون د اړتیا وړ 79 قلمه درملو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/EH/NCB/1403/G008 ده تړون یې د (دانا پارسا تجارتي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (8396) شمېری جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کابل – دریم مکروریان- حمزه مارکیټ) کې دی.
د تړون لومړنۍ بیه یې (5520200) پنځه میلیونه، پنځه سوه شل زره او دوه سوه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د استقلال روغتون ته، چې د علاوالدین درې لارې – د دارالامان عمومي سرک کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.