د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سره د کابل والي، مولوي امین الله لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۵:۳۱
moph

په دې لیدنه کې د کابل اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، ولسوالیو په کچه د روغتونونو جوړولو، د کابل په څلورګونو دروازو کې د امبولانس خدمتونو پراخېدو، په لویو لارو کې د ټروما سنټر جوړولو او د کابل په روغتونونو کې د خدمتونو لا معیاري کولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر، د هېواد ټولو ولسونو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو رسول د یاد وزارت دنده وبلله او په یادو برخو کې یې د دوه اړخیزې همغږۍ له لارې د بشپړې همکارۍ او پاملرنې ډاډ څرګند کړ.

بل لور د کابل والي په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا مهم ګام یاد کړ او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت رهبرۍ هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ یوویشتمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، په کې د مؤسسو له لوري د مرستو تر ختمېدو وروسته د بدیلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۱۲
Background image

جوزجان ولایت کې ۲.۸ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیمونو د روان کال د درېیمې ربعي په ترڅ کې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ټاکل شوې کمېټې په مرسته ۲.۸ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل. . .

BACK TO NEWS