ننګرهار کې د درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو او شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۲:۷
MOPH

یاد نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې امریت له لوري د جلال آباد ښار لومړۍ او دوهمې ناحیو اړوند، د درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو او شرکتونو څخه ترسره شو، چې پایله کې ۷۰۰ کېلو ګرامه غیر مجاز او له نېټې تېر درمل راټول او مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول؛ ترڅو په نږدې راتلونکي کې د ګډ هیئت له لوري له منځه یوړل شي.

 دغه راز نوموړي ټیم درمل پلورونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له نېټې تېر بې کیفیته او غیر مجاز درملو له پلور څخه په کلکه ډډه وکړي او درمل په مناسب قیمت وپلوري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS