د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنک سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۱:۱۵
MOPH

په دې کتنه کې د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو او په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر، د روغتیايي سیسټم پياوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د دې برخې پراختیا او په تجهیزاتو د روغتونونو سمبالېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د چین له سفیر څخه د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا، د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو او سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو غوښتنه وکړه.

بل لور د چین سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د میرویس سیمه روغتون بیا رغونې او پراختیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، اړینو تجهیزاتو او درملو برخه کې د بشپړې همکارې ډاډ څرګند او ویې ویل، په نږدې راتلونکې کې به روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS