زابل او غزني ولایتونو کې د یو شمیر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۵
moph

د عامې روغتیا وزارت خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندان او مل ټیم یې غزني او زابل ته د سفر پر مهال د روغتیايي مرکزونو معیاري کولو او د خدماتو کیفیت لوړولو په موخه له یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو لیدنه ترسره کړه

د زابل او غزني عامې روغتیا او خصوصي روغتیايي مرکزونو مسؤلینو د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس ته د سفر هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې هېوادوالو ته د باکیفیته روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره ژمن دي او هڅه کوي، ترڅو خلکو ته د باکیفیته روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.

 دغه راز، د هغو خصوصي روغتیايي مرکزونو مسؤلینو، چې لا تر اوسه د فعالیت جوازونه نلري او یا یې د روغتیايي مرکزونو جوازونه تمدید شوي نه دي، ژمنه وکړه چې د خپلو روغتیايي مرکزونو د جوازونو ترلاسه کولو او نوي کولو لپاره به لاس په کار شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS