د ااا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د یونیسیف سازمان له استازو سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۲۱
moph

په دې لیدنه کې په ولایتونو کې د خدمتونو وړاندې کولو پر کیفیت،  د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د موجوده او راتلونکو پروژو (EPHS او BPHS) د لا ښه والي اړوند خبرې ترسره او په اړه یې لازمې سپارښتنې وشوې.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یونیسف ادارې له استازو وغوښتل، چې په ولایتونو کې خپل مسؤلیتونه په پوره صداقت ترسره او د روغتیايي خدماتو د کیفیت او وړاندې کولو برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو

غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او. . .

BACK TO NEWS