هلمند او ننګرهار ولایتونو کې له خوراکي توکو پلورنځیو او درملو تولیدي فابریکې څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۹:۴۹
moph

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې امریت مسؤلینو له لوري ترسره شو، په پایله کې يې هلمند ولایت کې " ۱۲ " قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او ننګرهار کې له خصوصي تولیدي فابریکې څخه ۳۰ کارټنه بې کیفیته شربتونه راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

همدا راز، اړوندو مسؤلینو ته د کیفیت ښه والي او قانون مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست له لوري په لومړي ځل(۹۵) تنو ټریني ډاکټرانو ته د ریسرچ میتودولوژي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

یاد روزنیز ورکشاپ لومړی د عاجل ابن سینا او ملالۍ روغتون ټریني ډاکټرانو ته د څېړنیزو مهارتونو لوړولو، د علمي څېړنې اصولو ته د لا زیاتې پاملرنې، او د شواهدو پر بنسټ طبي څېړنو ته د هڅونې. . .

BACK TO NEWS