تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو پراختیا په موخه غونډه وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۰:۲۲
moph

یاده غونډه چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په مشرۍ ترسره شوه، په کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف، جک تطبیق کوونکې مؤسسې او د یو شمېر نورو مؤسسو استازو ګډون درلود.

په دغه غونډه کې بېړنیو پېښو ته د غبرګون او چمتووالي، بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیایي خدمتونو پراختیا او د شته ستونزو حل په اړه خبرې وشوې.

دغه راز، پرېکړه وشوه چې د روغتیایي مرکزونو او روغتیایي پرسونل شمېر کې به زیاتوالی راشي؛ تر څو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۱
Background image

خوست ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه تر سره شو، چې په کې  ۳۷۹ خصوصي روغتیايي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۱۵
Background image

د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژې پرانیست غونډه تر سره شوه

د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژه د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو او د مرکز او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د متخصصینو او جدي پاملرنې (ICU) برخو مسؤلینو د بستونو ګمارنې په موخه د شرایطو وړ نوماندانو څخه د ازموینې بهیر ترسره شو

دا ازموینه د تخار، کندهار، بلخ، لغمان، پکتیا، خوست، ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د جدي پاملرنې (ICU) پروژې له‌ لوري له ۵۳ تنو نوماندانو څخه. . .

BACK TO NEWS