د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال کابل کې د بیرته راستنیدونکو هیوادوالو لپاره له روغتیایي مرکز څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۱۷
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل کمپنۍ سیمه کې د بېرته راستېدونکو هېوادوالو لپاره د ځانګړي شوي تم ځای له روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مرستیال، د یاد مرکز بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښد تنه وکړه، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز، د تخنیکي ټیم له لوري شته ستونزې په نښه او د حل په موخه د  یاد مرکز له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره شریکي شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۷
Background image

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د پولیو واکسین له کمپاین څخه نظارت وکړ

په دغه نظارت کې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس د کندهار په ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د پولیو واکسین د روان کمپاین له چارو څخه لیدنه وکړه او د لومړۍ کرښې کارکوونکو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ د پاپین روغتیایي مرکز ودانۍ د ۲۳۹ زره ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

یاده ودانۍ د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف له لوري د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستې ته وسپارل شوه، په مرسته به یې د هسکې مېنې د پاپین شاوخوا کلیو سربېره به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۵۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جوزجان له والي، ښاغلي ګل حیدر شفق سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د نويو روغتونونو جوړېدو، با کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو او پراختیا اړوند خبرې وشوې.

د جوزجان والي د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د نویو روغتونونو جوړېدو، ځینو. . .

BACK TO NEWS