د عامې روغتیا وزیر په ایران کې د ماشومانو متخصصو روغتونونو سره لیدنه وکړه؛ د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې او دوه اړخیزو همکاریو ژمنه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۱
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ماشومانو ناروغیو درملنې طبي مرکز (مرکز طبي کودکان) او حکیم د ماشومانو ناروغیو درملنې روغتون له مسؤلینو سره په دوو جلا غونډو کې لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې په بېلا بېلو برخو (د هډوکو د مغز ټرانسپلانټ، نفرولوژي، زړه او یو شمېر نورو فوق تخصص برخو) کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزلو او په افغانستان کې د ماشومانو ناروغیو درملنې له دولتي روغتونونو سره د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د هوکړه لیک په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د یادو روغتونونو مسؤلینو په ذکر شویو برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزلو او په افغانستان کې د ماشومانو ناروغیو درملنې له دولتي روغتونونو سره د هوکړه لیک، چې له مخې به یې په بېلا بېلو برخو کې تجربې شریکي او د دوه اړخیزو همکاریو لار پرانیستل شي، د ژمنتیا ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS