د تړون د ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دویمو واحدونو د فلتربابو او روغنیاتو تړون، چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-1251) ده، د ( واحد غروال لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (76924) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( ننګرهار، اوله ناحیه، د کامې هډه، خانجي چشمه، طرباز خان مارکیټ) کې دی او د تړون قیمت یې (3,220,852) درې میلیونه دوه سوه شل زره اته سوه دوه پنځوس افغانۍ دی.

د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې نېټې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 د مالي کال لپاره د یو قلم ډیزل تیلو تهیه او تدارک کول

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G5

{د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت} له لوري ټولو په شرایطو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست یو کلن اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته ورکړي:

. . .

Back to tenders