د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او اړوندو مسؤلینو د Women for Afghan Women موسسې له مسؤلینو سره د یادې مؤسسې د پروژې د موخو او معلوماتو په اړه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۳۵
MOPH

په یاده ناسته کې د پروژې مسؤلینو له لوري د دغه پروژې موخې او معلومات د نظارت ریاست سره شریک شول، د نورستان ولایت اړوند پروژې پر ستونزو بحث تر سره او د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د مؤسسې مسولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت سره د شوې هوکړې پر اساس معیاري خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه چې د نظارت تخنیکی ټیم به د خپل کاري پلان پر اساس له یادې پروژې څخه د خدماتو ښه والي او کیفیت ساتلو په موخه دومداره نظارت کوي.

د دغې مؤسسې اړوند پروژه په بلخ، کندز، جوزجان، بغلان، ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، بامیان، غزني او دایکندي ولایتونو کې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو د ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب، د غیر خوراکي توکو د زیرمو د اسانتیاوو مدیریت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته زیانمنو مېرمنو ته د روغتیایي کڅوړو د وېش خدماتو وړاندې کولو مسؤلیت په غاړه لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۶:۳۲
Background image

په کندز کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ د ۸۱ محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه

د کندز روغتیايي علومو انسټېټیوټ څخه په ۱۸ مه دوره کې له څلورو څانګو (نرسنګ، لابراتوار، غاښونو جوړولو او فارمسي) څخه د ۸۱ تنو فراغت غونډه تر سره شوه

یاده فراغت غونډه د دولتي مسؤلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

د بهرنیو او داخلي ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي؛ ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي. . .

BACK TO NEWS