بلخ، هرات او پکتیا ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا د څارنې او پلټنې امریت له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې بلخ ولایت کې د یوې میاشتې په موده کې ۲۰ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي، هرات ولایت کې ۲۵ قلمه له نېټې تېر درمل او پکتیا ولایت کې ۱۲۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودامونو ته ولېږدول شول.