د عامې روغتیا وزارت د سترګو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

ټاکل شوې د عامې روغتیا وزارت د سترګو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه، له ۲۲/۶/۱۴۰۴ نېټې څخه تر ۲۲/۷/۱۴۰۴ نېټې پورې کندهار ولایت ته سفر وکړي او د کندهار ولایت په میرویس سیمه ییز روغتون کې اړمنو کسانو ته د سترګو درملنې خدمات وړاندې کړي، چې په دې خدماتو کې ۴۰۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیات ترسره کول، ۷۰۰ تنو ته د نږدې لید عینکو ویش او یو شمېر ناروغانو ته چې شمېر یې له ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ تنو رسېږي، درملنه او ورته د اړینو درمل ویش شامل دي.

په همدې اساس، هغه هېوادوال چې په کندهار ولایت کې ژوند کوي او د سترګو ناروغۍ ولري، خبر ورکول کېږي؛ چې په پورته ذکر شوې نېټه د کندهار ولایت میرویس سیمه ییز روغتون ته مراجعه وکړي او د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو څخه برخمن شي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۴
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د عمومي داخله، نسایي او ولادي او د ماشومانو داخله څانګو د ټرینرۍ عملي ازموینه

د عمومي داخله، نسایي او ولادي او د ماشومانو داخله څانګو محترمو متخصصینو ته خبر ورکول کېږي، هغه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۴۱
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د ټرینر متخصص بستونو لپاره د ټرینري ازموینې محترمو نوماندانو د پاملرنې وړ، ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د ټرینرۍ دوهم پړاو ازموینه د ازموینو ملي . . .

Back to announcements