پکتیا کې د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې په پایله کې یې ۳۶ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې د پلورنځیو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د بې کیفیته توکو د پلور مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا خوندي شي.
