د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د کابل طبي پوهنتون زده کړیالانو د فراغت مراسمو کې ګډون وکړ

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ویې ویل: «نن زموږ په هېواد کې د زده کړو او تاریخ زرینه ورځ ده؛ دا ورځ نه یوازې د ګرانو فارغانو لپاره د نوې مرحلې پیل دی، بلکې زموږ د هېواد د راتلونکي روښانه روغتيايي سکټور لپاره د هیلو څرک هم دی.»
د یادو مراسمو پر دوام ښاغلي مرستیال فارغانو ته د ستر رسالت د پیل، د لویو فرصتونو او روغتیایي ننګونو یادونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې یوازې په طبابت بسنه ونه کړي، بلکې څېړونکي، لیکوالان او د روغتیایي سیاست شنونکي هم واوسي.
همدارنګه، ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل: «نن زموږ هېواد هغو ډاکترانو ته اړتیا لري، چې کليو، بانډو، ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته ولاړ شي، هلته خدمت وکړي او د خلکو ترڅنګ ودریږي، له ناروغانو سره غوره چلند ترسره، په کار کې ریښتینولۍ او ژمنتیا ته پاملرنه وکړي او هم انساني کرامت ته درناوی ولري.»
سربېره پر دې، د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د ا.ا له کابینې څخه وغوښتل، چې د ځوانانو پر روزنه او ځانګړي ډول روغتيا برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي، ځکه موږ د څېړنې، تخصص او فوق تخصصي برخو کې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لرو.