د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه ناروغیو مخنیوي په موخه د لسګونه ورزشکارانو (لوبغاړو) پرمټ په عمومي لارو کې خلکو ته د دې ناروغۍ څخه د مخنیوي او ورڅخه د ځان ساتنې پیغام وړاندې شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۳:۳۳
MOPH

د ورزشکارانو له لوري د عامه پوهاوي په موخه په عمومي لارو یاد حرکت د زړه ناروغیو د مخنیوي لپاره ترسره شو، چې موخه یې خلکو ته د زړه ناروغیو څخه د ځان ساتنې لارې چارې ښودل وو.

د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي آمر، ډاکټر محمد سمیع کریمي وویل: ( د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې د عامه پوهاوي غونډې ترسره کولو سربېره د لسګونه لوبغاړو په همکارۍ په عمومي لارو کې خلکو ته پیغام ورساو؛ تر څو خلک د زړه ناروغۍ په اړه معلومات ترلاسه او د مخنیوي لارې چارې یې عملي کړي).

د یادونې وړ ده، چې د زړه ناروغیو له امله هر کال په نړیواله کچه ۱۸ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د دې کچې د راټیټولو لپاره په منظم ډول ورزش او د تازه میوو او سبزیجاتو کارول اړین بلل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS