د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون کې د لابراتوار څانګه فعاله شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۵
MOPH

یاده څانګه د عامې روغتیا ریاست رهبرۍ او روږدو درملنې روغتون د هڅو په پایله کې فعاله شوه، چې د ناروغانو لپاره په کې ټول اړین معاینات، لکه (HIV، HCV، HBs او Multi-Drug Tests) ترسره کېږي.

د دې څانګې له فعالېدو سره، په تېرو دوو ورځو کې ۵۰ تنه ناروغانو ته یاد معاینات ترسره شوې دي؛ همدارنګه هغه ناروغان چې په دغه روغتون کې بستر او د HCV او HBs ازموینې یې مثبتې وي، د لا ښې درملنې په موخه همدې لابراتوار ته ورپېژندل کېږي، چې دې کار د ناروغانو د وخت او لګښت په سپما کې مهم رول ادا کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

د پکتیا او بامیان اوسېدونکو لپاره د رواني او ټولنیزو خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا او بامیان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ډایوو (DAWEO) مؤسسې سره د (۱۴۵۰۴۸) یو سل پنځه څلوېښت زره او اته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

BACK TO NEWS