د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر، ښاغلي علي رضا بیکدلي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۱
MOPH

په دې لیدنه کې چې د بامیان ولایت والي ملا عبیدالله سرحدي، د بامیانو ولایت قومي مخورو او یو شمېر نورو مسؤولینو هم شتون درلود، د افغان روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، عمومي روغتونونو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل افشار او بامیان ولایت کې جوړیدونکو روغتونونو د چارو پر څرنګوالي، سرطان او ځینو نورو مهمو طبي برخو کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، طبي تجهیزاتو برابرولو، افغانستان ته د باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو را واردولو، د هواد په داخل کې د واکسین پر تولید، د کابل او بامیان ولایت د جوړېدونکو روغتونونو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې.

بل لور، د ایران هېواد سفیر ښاغلي بیکدلي روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند او د دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS