خوست او دایکندي ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې دایکندي ولایت کې ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او خوست ولایت کې یو کتنځای د قانوني اسنادو نه شتون او د درملو یو عمده پلورنځی د غیر قانوني کړنو له امله وتړل شول.
همداراز، خوست ولایت کې ۲.۵ ټنه خوراکې مواد راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.