د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو تالار کې د روغتیایي مرکزونو د رواني روغتیا مشاورینو لپاره د رواني او ټولنیزو ملاتړونو او مشورو پیاوړتیا په موخه پنځه ورځنی سیمینار ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۸
moph

د پروان ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نیازمحمد مخلص د دې پروګرام د جوړېدو له امله د آغا خان بنسټ څخه مننه او قدردانی وکړ او دا یې یو مهم او مثبت ګام وباله. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې له دې فرصت څخه اغېزمنه استفاده وکړي او زده کړي مطالب کاري ساحو کې وکاروي.

بل لور د آغا خان بنسټ مسؤل، ښاغلي جواد وویل: «یاد سیمینار د پروان ولایت د روغتیایي مرکزونو د رواني روغتیا ۱۲ تنو مشاورینو لپاره جوړ شوی او پنځه ورځې به دوام ولري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .

BACK TO NEWS