له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي او دولتي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ دوام لري!

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۳
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.

د دې نظارتي لړۍ په ترڅ کې دا ځل د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چک لېست سره سم د غزني سیمه ییز روغتون او بلال حکیمي، عارف نداء، هورایزون، شجاع، نثار او اریا خصوصي روغتونونو څخه نظارت تر سره کړ، د ښو او مثبتو کړنو ستاینه یې وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د یاد نظارت په ترڅ کې به د غزني ولایت د ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو خدماتي بهیر ولیدل شي، د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه به وڅېړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د ۱۴۰۴ هـ ش کال نوماندانو څخه ټرینري جامع نظري ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د اکمال تخصص لوی ریاست له‌ لوري د ۱۴۰۴ هـ ش کال د عقرب میاشتې په سه‌شنبه، پنج‌شنبه او شنبې ورځو کې له (۶۶۷) تنو وړ نوماندانو څخه په ۲۳ بېلابېلو تخصصي برخو کې د آزادې سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۳۰
Background image

د روغتیايي خدمتونو د مدغم کولو نوې طرحه وڅېړل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د BPHS او EPHS پروګرامونو په جوړښت کې د روغتیايي خدمتونو د یو ځای کولو نوې طرحې کتنې او بحث په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

په بغلان ښار او مرکز بغلان کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو

په دې نظارت کې د بغلان ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد حسن عاصم او مل ټیم له ۲۲درملتونونو، ۶خصوصي روغتیایي کتنځایونو، ۶بابه د غاښونو کلینیکونو، ۴لابراتوارونو او یوې اکسری خونې څخه. . .

BACK TO NEWS