د روغتیايي خدمتونو د مدغم کولو نوې طرحه وڅېړل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۳۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د BPHS او EPHS پروګرامونو په جوړښت کې د روغتیايي خدمتونو د یو ځای کولو نوې طرحې کتنې او بحث په موخه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: «د روغتیايي خدمتونو د بستو منظم انسجام د روغتیايي نظام لپاره بنسټیز او حیاتي اهمیت لري.» نوموړي ټینګار وکړ، چې د مخنیوي ورته پروګرامونو هدفمند ادغام به روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه او اسانه کړي، د اړتیاوو پر بنسټ به یې ځواب ویونکی کړي، د ناروغیو شدت به راکم او د عامه پوهاوي کچه به لوړه کړي او د ټول هېواد په کچه به د روغتیایي خدماتو کیفیت ته وده ورکړي.

د ناستې پر دوام د پالیسي او پلان تخنیکي مشاور، ډاکټر هدایت‌ الله حمیدي د روغتیايي خدمتونو د مدغم کېدو بستې نوې طرحه ګډونوالو ته تشریح کړه، چې وروسته ګډونوالو د طرحې د پیاوړتیا او مؤثر تطبیق په اړه خپل تخنیکي نظریات، وړاندیزونه او لیدلوري شریک کړل.

په پای کې، د روغتیایي خدمتونو د مدغم کېدو برنامې د لا ښه تدوین او تطبیق لپاره مشخص تخنیکي وړاندیزونه وړاندې شول او پرېکړه وشوه، چې د متخصصینو د تخنیکي کمېټې او همکارو بنسټونو له نورو مشورو وروسته به وروستی سند بشپړ او د پلي کېدو پړاو ته به وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS