د پکتیکا ولایت د ۱۵۰ بستریز روغتون د ترمیم او رنګولو پروژې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه
یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس ښاغلي محمد یونس غالب، د مالي او حسابي، تاسیساتو او ساختماني چارو او تدارکاتو ریاستونو او ۲۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو، کارونه په پوره اخلاص، صداقت، دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو».
بل لور، د شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د ترمیم او رنګولو چارې ترسره کړي.
