پروګرام آفیسر !

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

معلومات کلی پست:

 

عنوان وظیفه:

پروګرام آفیسر

محل وظیفه:

پروگرام ملی کنترول ایدز، امراض جنسی و هیپاتیت

موقعیت پست:

نیمروز ، جوزجان ، بامیان

کد بست:

 

گزارشده به:

پروګرام سوپروایزر

گزارش گیر از:

 

معیاد قرار داد:

1 سال/امکان تمدید

جنسیت:

مرد

ملیت:

افغان

تاریخ اعلان :

تاریخ ختم اعلان :                       

۲۰۲۵/۱۱/۲۵

۲۰۲۵/۱۲/۷

-------------------------------------------------------------------------------

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

--------------------------------------

هدف وظیفه:

د ولایت په کچه د خپل خوښې آزموینې او مشورې ورکولو روغتیایی مرکز عمومي مسئولیت لرل او له اجرااتو څخه پروګرام ته راپور ورکول.

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

صلاحیت او د دندې اړوند مسؤلیتونه :

  • د ولایت په کچه د خپل خوښې آزموینې او مشوري ورکولو (VCT) مرکز او ساحو ټولو فعالیتونو پلان جوړونه، د فعالیتونو پلي کول او سوپرویژن .
  • د اچ آی وي اړوند ټولو روغتیایي مرکزونو سوپرویژن کول.
  • د فعالیت شاخصونو سره سم د پروژې کلني فعالیتونو لپاره پلان جوړول او عملي کول.
  • د پروژې میاشتني او ربعوار کړنو راپور جوړول.
  • د پروژې په ساحه کې یو وړ چاپیریال ته وده ورکول.
  • د هغو خلکو لپاره چې د مخدره توکو پیچکاري زرقوي مناسب روغتیایي خدماتو مرکزونو ته خوندي او اسانه لاسرسي زمینه برابرول.
  • د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره تریننګ برابرول.
  • په ټولو رسمي غونډو، ورکشاپونو او د زیانونو کمولو پیښو کې ګډون کول.
  • د نیمګړتیاوو د پیژندلو او د اصلاحي اقداماتو / فعالیتونو عملي پلان رامینځته کولو لپاره د اوونیز او میاشتنۍ غونډو دایرول.
  • په ساحه او د زیانونو د کمښت په مرکز کې د زیانونو د کمښت خدماتو تر سره کولو څخه ځان مطمئن کول.
  • د کاري ټیم او هدفي ګروپ سره د غوره اړیکو ډاډ ترلاسه کول.
  • د اچ آي وي مثبت پیښو تعقیب کول او د یوي اونۍ په اوږدو کې د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپاټیټ د کنټرول ملي پروګرام سره شریک کول.
  • د اچ آی وي ټولې مثبتې پېښې باید ژر تر ژره د ART مرکز ته واستول شي او د نري رنځ معاینه هم وشي.
  • د تسټ کیټونو، طبي مصرفي موادو، اداري خریداریو او د زیانونو د کمښت (کاندم، سیرنج) اکمالاتو څخه ځان مطمئن کول.
  • د مراجعینو معلوماتو د محرمیت ساتلو څخه ځان مطمئن کول.
  • د عامي روغتیا وزارت د پالیسي او طرزالعملونو سره سم کار کول.
  • هره بله اړونده دنده چی د لاین منیجر لخوا ورکول کیږي تر سره کول.

د ګمارنې شرایط ( تحصیلي کچه او کاري مخینه) :

  • رشته تحصیلي: حد اقل د طب پوهنځي څخه فارغ اوسي.
  • کاري تجربه : حد اقل ۴ کاله کاري مخینه په اچ آی وي برخه کې او حد اقل یو کال په کلینیکی ساحه او یا مدیریت کي تجربه ولري.

 لازم مهارتونه :

  • د افغانستان په رسمي ژبو پښتو او دری باندې بشپړ تسلط او همدارنګه په انګلیسي ژبې تسلط ولري.
  • د دندې پورې مرتبط د کمپیوټر زده کړه ولري.

د بست د اعلان لارښود:

قدرمنو کاندیدانو ته اطلاع ورکول کېږي چې خپله CV په لاندې ایمیل آدرس واستوي او یا یې هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کارموندنې د اعلاناتو چارو عمومي مدیریت  ته وسپاري.

 

یادونه: مهرباني وکړئ د ایمیل په موضوع کې د خپلې غوښتنې د بست عنوان او ولایت په واضح ډول ولیکئ.

ایمیل ادرس: mophgdhr1444@gmail.com

 

د اړتیا او یا نورو معلوماتو لپاره کولای شئ په دې شمېره ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲ اړیکه ونیسئ.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۲۴
Background image

پروګرام آفیسر !

معلومات کلی پست:

 

عنوان وظیفه:

پروګرام آفیسر

محل وظیفه:

پروگرام ملی کنترول ایدز، امراض جنسی و هیپاتیت

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  د عامې روغتیا وزارت او دوهمو واحدونو  د 1404 هجري شمسي کال د ا ړتیا وړ د فلتربابو او روغنیاتو د تهیه او تدارکو . . .

Back to tenders