د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د هېواد د ولایتونو د عامې روغتیا له رئیســانو سره آنلاین غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۵۳
MOPH

په دې غونډه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکتر وحدت الکوزي، د وقایوي طب لوی رئیس ډاکتر حیدر خان حيدر، یو شمېر نورو مسئولینو او ولایتي رئیســانو ګډون درلود.

د دې غونډې اساسي موخه د مرکز او ولایتونو ترمنځ د عملي همغږۍ رامنځته کول او د هېواد په کچه د رواني ناروغانو د وضعیت ښه والی او د دې برخې پیاوړتیا وه.

په دې غونډه کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ټینګار وکړ، چې د رواني ناروغانو درملنه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس یو جدي لومړیتوب دی او بايد د ټولو هېوادوالو لپاره په هر ولايت کې یو منظم، هر اړخیز او اغېزمن میکانیزم رامنځته شي، تر څو روغتیایي خدمات په مساویانه ډول وړاندې شي.

همدارنګه ښاغلي مرستيال زیاته کړه، چې د رواني ناروغانو لپاره باید یو ځانګړی، منظم او مجهز ځای ایجاد شي، تر څو د هغوی د تشخیص، پاملرنې او درملنې بهیر په معياري ډول يو مناسب مديريتي چاپېریال کې تر سره شي.

دغه راز، د ولایتونو د عامې روغتیا رئیســانو په دې غونډه کې د رواني ناروغانو د خدمتونو اړوند خپل نظرونه، ستونزې او شکایتونه شریک کړل، چې ښاغلي مرستيال  ډاډ ورکړ، یادې ستونزې به و ارزول شي او د حل لپاره به یې عملي اقدامات تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د روږدو درملنې پر روغتون د برید له ټپیانو ليدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د پاکستان له لوري د روږدو درملنې روغتون باندې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۴۰
Background image

د هلمند عامې روغتیا ریاست په ۱۴۰۴ کال کې له زرګونو روغتیايي مرکزونو او پلورنځیو څخه نظارتونه ترسره کړي

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلينو د درملو او خوراکي توکو د‌ کيفيت کنټرول او روغتيايي قوانينو د پلي کولو په موخه د ۱۴۰۴ هـ ش کال په ترڅ کې د ياد ولايت په مرکز او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر. . .

BACK TO NEWS