د هلمند عامې روغتیا ریاست په ۱۴۰۴ کال کې له زرګونو روغتیايي مرکزونو او پلورنځیو څخه نظارتونه ترسره کړي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۴۰
MOPH

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلينو د درملو او خوراکي توکو د‌ کيفيت کنټرول او روغتيايي قوانينو د پلي کولو په موخه د ۱۴۰۴ هـ ش کال په ترڅ کې د ياد ولايت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰۷۷ نظارتونه تر سره کړي دي.

په دې نظارتونو کې له ۲۹۵۶ درملتونونو، ۴۳۰ د‌ درملو عمده پلورنځيو، ۱۸۰ خصوصي روغتيايي کتنځايونو، ۱۲۰ کلينيکونو، ۲۲۰ د سینګار توکو پلورنځيو، ۵۹۱ خوراکي توکو پلورنځيو او ۲۲۶ خوراکي توکو توليدي شرکتونو څخه نظارت ترسره شوی دی.

د يادو نظارتونو پايله کې ۲۰۹ درملتونونه له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله په مؤقت ډول تړل شوي او ۲۶۴۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول شوي دي.

همداراز، له خصوصي کتنځایونو، کلینکونو او سینګار توکو پلورنځیو څخه ۲۸۰ قلمه له نېټې تېر مواد او د خوراکي توکو پلورنځيو او تولیدي شرکتونو څخه هم ۱۷۶۰ قلمه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول شوي دي.

سربېره پر دې، د يادو نظارتونو په ترڅ کې ۸۶ روغتیايي کارتونه او ۸۷ د مسلکي فعالیت کارتونه هم وېشل شوي او ۴ بابه د درملو عمده پلورنځیو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS