د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ټرینر متخصص بستونو لپاره د ټرینري ازموینې محترمو نوماندانو د پاملرنې وړ، ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د ټرینرۍ دوهم پړاو ازموینه د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. له همدې امله، په شرایطو برابر متخصصین چې په یاده ازموینه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د حضوري نوم لیکنې له لارې د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت ته، چې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون په انګړ کې موقعیت لري، د اعلان شویو څانګو له مخې (چې له دې خبرتیا سره ضمیمه دي) نوم‌ لیکنه وکړي.

د ګډون شرایط:

* نوماندان باید د اړوند تخصص له څانګې فارغ وي

* د نوماند عمر باید له ۵۰ کلونو څخه زیات نه وي

* د مونوګراف د دفاع یا جامع ازموینې (Comprehensive) نمرې باید له ۷۵٪ څخه کمې نه وي

* د ټریننګ د دورې ازموینې، جامع ازموینه (Comprehensive) او د مونوګراف دفاع باید په لومړي چانس کې ترسره شوې وي

* د جراحي څانګو نوماندان باید په ساري ناروغیو (HCV، HIV او HBS) اخته نه وي

اړین اسناد:

* د تخصص سند کاپي

* د پوهنتون د فراغت سند کاپي

* د تخصص دورې د فایل کاپي

* د تابعیت تذکرې کاپي

* د (HCV، HIV، HBS) معایناتو پایلې له معتبر لابراتوار یا رسمي مرجع څخه

د نوم لیکنې ځای او وخت:

د نوم لیکنې پیل: ۱۴۰۴/۱۰/۲۰

د نوم لیکنې پای: ۱۴۰۴/۱۱/۱۱

ځای: د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت، د وزیر محمد اکبر خان روغتون انګړ، د هموډیالیز ودانۍ دوهم پوړ

یادونه: د اړتیا په صورت کې د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دې (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسئ یا پیغام پرېږدئ.

د اکمال تخصص لوی ریاست

۱۸ / جدي / ۱۴۰۴ هـ ش

۱۸ / رجب / ۱۴۴۷ هـ ق

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

بشپړ معلومات په لاندې لینک کې : 

https://nexa.gov.af/fa/candidate/13/search

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

 موضوع: د هغو ډاکترانو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ټرینري آزموینه کی بریالي شوي دي.

 هغه ډاکتران چې په ټرینري آزموینه کي بریالي شوي، د دوی د ټرينرۍ منظوري اسناد د کارکوونکو چارو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۲:۱۸
Background image

خبرتیا!

عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ د فیستول ناروغانو د درملنې لپاره د کندهار په میرویس او د کابل په رابعه بلخي روغتونونو کې دوه مجهز مرکزونه  جوړ کړي دي؛ . . .

Back to announcements