د کابل ښار په لومړۍ او شلمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، د احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت د تأمین او د روغتيايي قوانینو د پلي کېدو په موخه د کابل ښار په لومړۍ او شلمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت پر مهال ۳۶ بابه درملتونونه وڅېړل شول، چې له ډلې یې ۱۴ بابه درملتونونه د خپلسري فعالیت او ۴ بابه درملتونونه په لوړو بيو د پلور له امله وتړل شول.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.
