بغلان ولایت کې د روغتيايي مرکزونو لپاره د درملو او طبي او غیرطبي تجهیزاتو د وېش په موخه ناسته ترسره شوه
دا ناسته د عامې روغتیا ریاست د مرستیال، اړوند تخنیکي پلاوي او په بغلان ولایت کې د یونیسف ادارې د استازي په ګډون ترسره شوه.
یاده ناسته د هغو درملو او طبي او غیرطبي تجهیزاتو د وېش په موخه جوړه شوې وه، چې د یونیسف ادارې له لوري د بغلان ولایت روغتيايي مرکزونو لپاره مرسته شوي وو. چې په کې ۱۰۲ قلمه درمل، ۴۱ قلمه بېلا بېل طبي مصرفي توکي، ۳۵ قلمه لابراتواري مواد، ۲۴ قلمه طبي تجهیزات او ۲ قلمه غیرطبي تجهیزات شامل دي، چې په کې ۸۰ المارۍ او ۱۰ عدده انسنراتور شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو درملو او تجهیزاتو وېش به د روغتيايي مرکزونو د اړتیاوو پر بنسټ او د ټاکل شویو اصولو سره سم ترسره شي، تر څو د روغتيايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې اغېزمن رول ولوبوي.
