د متحده عربي اماراتو سفارت د فاریاب ولایتي روغتون سره د ۳۲ قلمه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه
یاد درمل او طبي تجهیزات د فاریاب ولایتي روغتون د ناروغانو له مهمو او اساسي اړتیاوو څخه دي، چې له تسليمېدو وروسته اړوندو څانګو ته، په ځانګړي ډول د ماشومانو څانګې ته ولېږدول شول او عملاً ترې ګټه اخيستنه پيل شوه.
د فاریاب د عامې روغتیا رئیس، قاري محمد اسماعیل ذبیح د سیمې د خلکو او د یاد ریاست د روغتيايي کارکوونکو په استازیتوب د متحده عربي اماراتو سفارت له مسؤلینو څخه مننه او قدردانی وکړ او ياد درمل او طبي تجهيزات یې د ناروغانو د روغتیا ښه والي لپاره اغېزمن وبلل.
