د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې د ادا دفتر له لوري د ۶۱۴ زره افغانیو په لګښت یو روغتیايي کلینیک جوړ او پرانیستل شو
دغه تعمیر د فاریاب د عامې روغتیا رئیس قاري محمد اسماعیل ذبیح، په یاد ولایت کې د ادا دفتر مسؤل ډاکټر محمد زمان اعظمي او د چهلګزي ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسؤلینو په شتون کې د چهارشنبې په سیمه کې پرانیستل شو.
د فاریاب د عامې روغتیا رئیس او د چهلګزي ولسوالۍ ملکي مسؤلینو د نوي تعمیر پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د معیاري تعمیر نشتون د دې سیمې خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي وو، خو د نوي تعمیر په پرانیستې سره به د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوې پوره او ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه تعمیر درې خونې لري؛ یوه خونه د ولادت څانګې لپاره، یوه د OPD معایناتو لپاره او بله خونه د ساتونکو لپاره ځانګړې شوې ده. همدارنګه، په دې تعمیر کې یو دهلیز او دوه تشنابونه هم شامل دي، چې په ټولیز ډول د ۶۱۴ زره افغانیو په لګښت بیا ورغول شو.
