د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې خونې له مدیریتي پلاوي سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۳۲
MOPH

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد نن د افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیریتي پلاوي له غړو او د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه وکړه او په هېواد کې یې د درملو د صنعت پراختیا او د درملو د واردولو او تولید بهیر ښه والي په اړه ورسره خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو د درملو د بازار تنظیم لپاره د وروستیو اقداماتو هرکلی وکړ او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د پانګوالو لپاره یې د ځمکې ځانګړي کولو غوښتنه وکړه؛ ترڅو د درملو تولیدي فابریکې جوړې کړي. همدارنګه، هغوی د شرکتونو او نړیوالو بنسټونو لپاره د درملو د واردولو اړوند اداري بهیر د چټکتیا، د برېښنایي نسخو تطبیق او د درملو پر بسته‌ بندۍ د مشخص قیمت د لیکلو لپاره د لازم اقداماتو غوښتنه هم وکړه.

د خوړو او درملو مرستیال د درملو د اړتیاوو په پوره کولو کې د خصوصي سکتور همکاري او رول مهم وباله او ویې یې ویل، د خوړو او درملو معینیت ژمن دی، چې بهیرونه اسانه کړي، شته ستونزو ته رسېدنه وکړي او د درملو د تولید برخه کې له پانګونې ملاتړ وکړي.

همدارنګه، ښاغلي مرستیال د کابل ولایت میربچه‌ کوټ ولسوالۍ کې د درملو د صنعتي پارک جوړولو بهیر کې د شویو پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د درملو د تولید په صنعت کې یې د هېواد ځان‌ بسیاینې ته رسېدل له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي.

په پای کې نوموړي د درملو تولید برخه کې د پانګونې لپاره د سوداګرو د چمتووالي او لېوالتیا هرکلی وکړ او دا یې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د درملو صنعت پراختیا او د هېواد د روغتیايي اړتیاوو د دوامداره پوره کولو برخه کې مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS