د کونړ ولایتي روغتون سره د ۱۵۵٬۰۰۰ افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي توکو مرسته وشوه
دغه توکي د جلاله خیریه بنسټ له لوري د اسعدآباد ولایتي روغتون د هیموډیالیز څانګې د خدماتو لا ښه والي په موخه د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول.
د کونړ عامې روغتیا ریاست استازي، ډاکټر شهاب الدین د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه د دغې مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل، یاد توکي به د روغتیايي خدمتونو ښه والي کې اغېزمن رول ادا کړي.
