د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د افغان جاپان ساري ناروغيو درملنې روغتون په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره ( د طبي هوا اکسیجن پېرودل ) د تدارک او چمتو کولو تړون چې شمېره یې MOPH/AFGHAN/JAPAN/NCB/G001/1405 ده، د افغان اکسیجن شرکت ته، چې په کابل ولایت کې موقعیت لري او د D-29072 شمېرې جواز لرونکی دی د (1500000) د يو نيم ميليون افغانيو په مجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر دريو تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه له لاملونو سره یو ځای د افغان جاپان روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت د شپږمه ناحيه، د دارالامان سرک د سناتوریم په تم ځای کې موقعیت لري، د عقودو قانون سره سم وړاندي کړي.
دا خبرتیا د تړون د لاسليک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
