د کندز ښار شنې تپې لېسې له ښوونکو او زده‌کوونکو سره د نشه يي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۳۶
moph

یاده ناسته د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري د دغه ښوونځي له یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو سره تر سره شوه، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي اغېزو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

همداراز، په دې ناسته کې ښوونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د نشه یي توکو د کارونې له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو او ناوړه پایلو په اړه زده کوونکو ته هر اړخیز معلومات ورکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیت اداء کړي.

دغه راز، د یادې لېسې مسؤلینو او ښوونکو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ، دا پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو په مخنیوي کې اغېزمن وبلل او په دې برخه کې یې د خپلو مسؤلیتونو د اداء کېدو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS