ډاکتر نعیمالله ایوبي په بنګلهدېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې
د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم الله ایوبي بنګله دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره ليدنه وکړه
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو، د روغتیايي محصولاتو او درملو د صادراتو پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه، د سوداګرۍ بهیرونو کې پر اسانتیاوو، د ګډو اقتصادي فرصتونو پر رامنځته کولو، افغانستان ته د صادریدونکو درملو د کیفیت او بیو پر ښه والي او افغان سوداګرو ته د درملو برخه کې د ویزې د ورکړې لپاره د اسانتیا پر برابرولو ټینګار وشو.
په پای کې دواړو لورو د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د تخنیکي او دوامداره همکاریو د پراختیا هوکړه وکړه.
