د اندراګاندي روغتون د قلبي څانګې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۱۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون د قلبي څانګې روغتیایي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د قلبي پروژې مسؤل ډاکټر محمد شفیق امین، د قلبي څانګې متخصصینو او نورو روغتیایي کارکوونکو ګډون درلود.

د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د یاد پروګرام پیل یو نوښت او د غوره مدیریت پایله وبلله او پر لازم دوام یې ټینګار وکړ. نوموړی زیاته کړه، دغه ډول پروګرامونه د روغتیایي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړنې او خدماتو ښه والي لپاره خورا اړین دي، چې په وسیله به یې خدمات لا غوره او شته ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتیایي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړنې لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کېږي؛ څو د روغتیایي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ او خدمات لا باکیفیته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۸
Background image

په ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي فعالیتونه وارزول شول

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د لارښوونې پر اساس د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌ الله شریف او د تطبیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه وزارت د تدارکاتو ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د دغه وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي عبدالقدیر نذیر او د ياد ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې د کاري چارو ښه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د روان کال د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو، مشاورينو. . .

BACK TO NEWS