د افغانستان او روسیې ترمنځ د خوړو خونديتوب او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د خوړو خونديتوب د تنظيم برخې له مسؤلينو سره ليدنه وکړه
په دې ليدنه کې دواړو لورو د خوړو او د خوړو خونديتوب په برخه کې د دوه اړخیزو او تخنيکي همکاریو پر پراختیا، د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو پر اسانتیاوو او د خوندي او معیاري سوداګرۍ لپاره د زمینې برابرولو په اړه بحث او خبرې تر سره کړې.
همدارنګه، د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو، د خوراکي توکو د کیفیت کنټرول معیارونو پر يوشان والي او د صادراتو او وارداتو بهیر د ښه والي لپاره د اړینو همغږیو پر رامنځته کولو هم ټینګار وشو.
دغه راز، دواړو لورو د خوړو خونديتوب په برخه کې د دوهاړخیز هوکړه ليک د لاسلیک، د سوداګرۍ په برخه کې د موجوده ستونزو، ترانسپورت، معیاري بستهبندۍ او د سړو خونو د کمښت په اړه هم خبرې وکړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
